د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېریزا مې: له روس سره باید خبرې وشي خو پر ارادو يې پام کوئ


تېرېزا مې د روس له لورې د کرايميا په ځان د ګډولو پر ګام کلکې نيوکې وکړې.

د بريتانيا لومړۍ وزيرې تېریزا مې ويلي، غرب بايد له ماسکو سره مذاکرات وکړي خو د روسيې پر ارادو دې نظر ساتي.

نوموړې د ريپبلکن ګوند د پارليماني غړيو يوې غونډې ته د وينا پر مهال د امريکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن له لورې د هغه وخت شوروي اتحاد مشر ميخايل ګورباچوف سره د خبرو اترو د تګلارې ذکر وکړ چې څنګه یې له روس او د هغه هېواد ولسمشر سره چلند کړی وو.؟

نوموړې وويل، کله چې هم د روس خبره راځي نو هوښياري به دا وي چې د ولسمشر رېګن مثال په پام کې و نيول شي چې هغه له خپل مخالفه میخايل ګورچوف سره د مذاکراتو پر مهال پر هغه متل عمل وکړ چې “باور وکړه خو ورسره ریښتيا هم مالوم کړه.”

پر دې مهال تېریزا مې د ترهګرۍ په ګډون د نورو نړيوالو ګواښونو پرضد د امريکا او بريتانيا د ځانګړو تعلقاتو پر ارزښت هم ټينګار وکړ.

دې زياته کړه، دواړه هېوادونه دا ذمه واري لري چې مشري وکړي ځکه چې که نور هېوادونه پرمختګ کوي نو په بله مانا دا د دوی پر شاتګ دی.

تېریزا مې دا وينا تر هغه يوه ورځ له مخه کړې چې ټاکل شوې ده د جمعې پر ورځ به له امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کوي.

غرب بايد د روس ګاونډيو هېوادونو ته باور ورکړي چې د دوی امنيت تر سوال لاندې نه دی. تېرېزا مې

په خپله وينا کې تېریزا مې د روس له لورې د کرايميا په خپل ځان د ورګډولو پر ګام کلکې نيوکې وکړې.

ډونلډ ټرمپ ويلي وو، غواړي له روس سره د شام او ترهګرۍ پرضد ډول چارو کې همکاري وکړي.

نوموړي د کمپاين پر مهال دا هم ويلي ول، که روس د کرايميا له الحاقه لاس واخلي نو په ځواب کې به د اوباما انتظاميې له خوا پر ماسکو لګول شوي بنديزونه پورته کړي.

ښاغلي ټرمپ په ناټو کې شامل د مشرقي اروپا اتحادي هېوادونه پرېشانه بللي ول او ويلي یې ول، د ناټو ټلواله نوره تر وخت تېره ده.

خو تېریزا مې په خپله وينا کې پر ناټو اتحاد کلک باور څرګند کړ او و یې ويل، غرب بايد د روس ګاونډيو هېوادونو ته باور ورکړي چې د دوی امنيت تر سوال لاندې نه دی.

XS
SM
MD
LG