د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې خپل یو بل افسر د غدارۍ په تور نیولی


روسۍ رسنۍ وايي، له هېواد سره یې د غدارۍ په تور د استخباراتي ادارې یو بل افسر نیولی دی.

د دې افسر نیونه ښايي د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو پر کیمپېن د انټرنیټي بریدونو له قضیې سره تړلې وي.

ریمبلر خبري سروېس پرون دا خبر تر هغې یوه ورځ وروسته ورکړ چې کومر سانت ورځپاڼې وویل، د روسیې مرکزي استخباراتو ادارې د انټرنیټي استخباراتو څانګې یو لوړ پوړی افسر نیول شوی دی.

ورځپاڼې وویل، د استخباراتي ادارې د معلوماتو او امنیت مرکز مرستیال مشر سېرګې میخایلوف په ډېسېمبر کې له هېواد سره د غدارۍ په تور نیول شوی وو. په ډېسېمبر کې د روسیې د انټرنیټي امنیت نومیالي شرکت کاسپرسکي یو مشر هم نیول شوی وو.

کاسپرسکي مشال راډیو ته د دې خبر تصدیق کړی او وايي، د نیول شوي مېنېجر نوم روسلان ستویانوف دی.

ریمبلر نیوز او ار اي اېن ټېلېوېژن دواړو تېره ورځ وویل چې د استخباراتي ادارې دویم افسر هم تېره میاشت نیول شوی وو. دې رسنیو ویلي چې د دې افسر نوم مېجر دمېتري دوکوچایېف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG