د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې واورو او بارانونو درې کسان وژلي


په بلوچستان کې له وروښتونو وروسته د شلو له بهېدو دېوالونه چپه شوي چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

تېره ورځ د کلا عبدالله ضلعې په چمن ښار کې يو موټر د رود خړو اوبو يووړ چې يو ځوان تاجر حاجي محمد قاهر کاکوزي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغه دوه ملګري ژوبل شول. دغه ډول د قلات ضلعې په خاردان سيمه کې د دېوال نړېدو په پېښه کې عبدالباسط نومي تن ووژل شو او دوه نور کسان ژوبل شول. بلخوا د کوټې په خروټ اباد کې د خونې يا کمرې نړېدو له امله يوه ښځه مړه شوه او د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان ژوبل شول.

د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې له اتوار راهيسې باران او واوره اورېدل پېل شوې چې د هوا پېژندنې څانګې په وينا تر بل سبا به دوام وکړي.

بلخوا په زیارت او کان مهترزي کې له تېرې ورځې راهیسې واوره ورېږي. د سیمې ډپټي کمشنر ویلي چې په زیارت کي ۶ انچه واوره شوې ده.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د قدرتي ناورینونو سمبالولو صوبايي ادارې ته امر کړی چې په متاثره سیمو کې د خلکو مرستو لپاره ټول انتظامات برابر کړي. د قدرتي ناورینونو سمبالولو صوبايي اداره وايي، د ولس ستونزو هوارولو په موخه يې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG