د لاسرسي ځای

د امريکا سېنېټ مايک پامپيو د "CIA" د مشر په توګه تایید کړ


د امريکا مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو ادارې د مشرۍ لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا نومول شوى کس تایيد کړ.

خو د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نومول شوى رکس ټېلرسن د لږو رأيو په تفاوت تائيد کړ.

مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو يا «CIA» نوي مشر مايک پامپيو "Mike Pompeo" ته ٦٦ د تائيد او ٣٢ مخالفې رأيې ورکړې.

د بهرنيو اړيکو کمېټې بيا ټېلرسن ته ١١ موافقې او ١٠ مخالفې رأيې ورکړې.

دى پخوا د تېلو او ګازو د مشهورې کمپنۍ اېکسون موبايل "Exxon Mobil" مشر و.

د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کارکر "Bob Corker" وويل، دى شک نه‌لري چې ټېلرسن مسلکي کس دى.

ښاغلی کارکر زیاتوي:

"زه په شخصي ډول شک نه‌لرم چې رکس ټېلرسن ډېر وړ کس دى. هغه د نړۍ په سطحه اتمه لويه کمپني چلوله چې ٧٥زره کارکوونکو ته‌يې د عايد زمينه برابره کړې."

خو ډموکرات سناتور بين کاردين وويل، دى د ټېلرسن مخالفت کوي، ځکه د روسيې پر ضد د بنديزونو او نورو مهمو نړيوالو مسايلو په باب د ده عکس‌العمل څرګندوي چې دى به د بهرنيو چارو وړ وزير نه‌وي.

تمه کېږي ټېلرسن د بهرنيو چارو د وزير په توګه هغه وخت تائيد شي چې سل کسيزه مشرانو جرګه دى تائيد کړي.

په سنا کې د جمهوري‌پالو شمېر ٥٢ ته رسېږي او اکثريت دي.

XS
SM
MD
LG