بالآخره د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په قضیه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د نهو تنو نېږدې کسانو او ساتونکو د نیولو امر صادر کړ.
د دې اداري ویاند جمشید رسولي د سې شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا کسان له احمد ایشچي سره په بد چلند تورن دي او کشفي ارګانونه مکلف دي چې دا نهه تنه ونیسي.
ښاغلی رسولي وايي:
"د څېړنې پلاوي اوس-اوس تصمیم نیولی او نهه تنه چې په دې قضیه کې ښکیل دي د څېړنې د پلاوي لهخوا پر هغوی الزامیت وارد شوی او په دې اساس یې د دې نهو تنو د نیولو امرصادر کړی دی."
لویې څارنوالۍ دا پریکړه وروسته له هغې وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دې ادارې پرلهپسې جلبونو ته پاملرنه ونهکړه او لویې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره حاضر نهشو.
د ښاغلي دوستم د دفتر مسؤلانو ویلي، لازمه نهده چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال په دې اړه لویې څارنوالۍ ته ځواب ووایي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي څه موده مخکې د جمهور رئیس پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تور پورې کړ چې هغه یې وهلی ډبولې او ان په جنسي لحاظ یې ځورولی دی.
که څه هم ښاغلي دوستم په دې اړه څه نهدي ویلي خو هغه ته نېږدې کسانو دا ادعاوې په پرلهپسې ډول رد کړي دي.
خو د لویې څارنوالۍ ویاند د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه وایي، دوی منتظر دي چې ښاغلی دوستم یا د هغه قانوني استازی د تحقیقاتو لپاره دې ادارې ته حاضر شي.
جمشید رسولي ټینګار وکړ، که جنرال دوستم او یا د هغه استازی لویې څارنوالۍ ته ور نه شي نو د دې موضوع د څېړنې پلاوی به د هغه په اړه هم پرېکړه وکړي.
په عین حال کې احمد ایشچي وایي لویې څارنوالۍ ورسره ژمنه کړې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دندې ځنډولو په اړه به سترې محکمې ته وړاندیز وکړي.
"لویې څارنوالۍ له موږ سره هم همداسې ژمنه کړې چې جنرال دوستم پورې د اړوندو تورنو کسانو او په جرم کې د ښکېلو نهو تنو د نیولو امر صادروي او د جنرال دوستم د دندې ځنډولو لپاره سترې محکمې ته وړاندیز کوي له موږ سره یې همدا ژمنې کړي."
هڅه مو وکړه چې په دې باب د جنبش ګوند د ویاند بیشر احمد تهینج او د ښاغلي دوستم د دفتر د رئیس عنایت الله بابر فرهمند په څېر هغه ته د نېږدې کسانو نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه څه نهدي ویلي چې د لویې څارنوالۍ د څېړنې د پلاوي له پریکړې سره سم به عبدالرشید دوستم پورې د نېږدې کسانو د نیولو په اړه څه وخت اقدام وکړي.
نسیم شفق