د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار چاودنې یو بل ژوبل هم مړ شو


د کورمې مرکز پاړه چنار کې د بمي چادونې ځای
د کورمې مرکز پاړه چنار کې د بمي چادونې ځای

د جنورۍ پر یوویشتمه نېټه تر چاودنې وروسته ۳۰ کلن مقبول حسېن او ورور یې چې هغه هم په چاودنه کې ټپي شوی وو، د پاړه چنار له لوی روغتونه د پېښور پوځي روغتون ته ولېږدول شو چې د درملنې مهال مړ شو.

د صحت محکمې مشره ډاکټر معین بیګم مشال راډیو ته وویل، چې دا وخت دپېښور او د پاړه چنار په هسپتالونو کې زیاتره زخمیان له خطره باهر دي چې په کې ډېر یې فارغ کړل او زیاتوي چې د ځېنو زخمیانو چې په کې د مقبول حسېن ورور هم شامل دی، روغتیایي وضعه ښه نه ده او د هغوی علاج لا هم روان دی.

په پاړه چنار کې د هفتې په سهار له عید ګاه سره نېزدې په سبزي منډۍ کې بمي چاودنه شوې وه چې پکې ۲۴ تنه وژل شوي ول او ۵۴ نور ژوبل ول.

د صحت محکمې د ریکارډ له مخې د یوه بل ژوبل له مړه کېدو سره د ټولو وژل شویو کسانو شمېره ۲۵ ته ورسېدله.

بلخوا په سده ښار کې د سیمې امن برقرار ساتلو لپاره د شپږو قومونو مشرانو یوه جرګه وشوه.

په جرګه کې شامل د سیمې یو مشر ملک عبدالوالي خان مشال راډیو ته وویل، جرګې د پاړه چنار پېښه په سختو ټکیو وغندله او دا د امن خرابولو یو سازش وبللو.

ملک سید عباس مشال راډيو ته وویل، ځېنې عناصر غواړي چې د سیمې امن یو ځل بیا خراب کړي خو موږ به هغوی په خپل مقصد کې نه کامیابه وو.

ځايي مشر ملک حاجی سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته وویل، څوک چې کرکه خوروي او ترهګري کوي، د هغوی خلاف یو، ځکه چې زموږ مذهب د بې ګناه خلکو وژلو اجازت نه ورکوي.

بلخوا د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان دپاړه چنار چاودنې په اړه خپګان ښودلی او د ترهه ګري مخنیوي قامي ادارې (نېكټا) مشر ته يې امر كړې د دې پلټنې وكړي چې دوه امنيتي خبرداري چې داخله وزارت د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۲۵مه او د دسمبر پر ۱۴مه نېټه یې جاري كړي ول، د هغې باوجود امنيتي انتظامات ولې برابر نه ول.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس ( اې پي پي) ليکي چې د ګل پر ورځ د کورنیو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان د خېبر پښتونخوا له ګورنر اقبال ظفره جګړا سره ټېليفوني خبرې وکړی او په پاړا چنار چاودنه كې پر اوښتي زيان یې خپګان وښود.

چودري نثار علي خان وویل چې د استخباراتي اطلاع باوجود هم كه دا ډول پیښې كېږي نو معلومه دې کړل شي چې ایا دا امنيتي لاپروایي خو نه ده او كه وي نو بیا ذمه وار يې څوک دي؟

د امنیتي ګامونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې پولیټیکل انتظامیې مشال ریډیو ته له څه ویلو ډډه وکړه. خو د کرمې اېجنسۍ پارلېماني استازی ساجد حسېن توري وايي چې د سيمې امنيت د پوليټکل انتظاميې او ملېشا ځواکونو ذمه واري ده نو حکومت ته پکار ده چې د پولیټیکل انتظاميې پرځاې د استخباراتي ادارو له لارې پلټنې وکړي او چې چا هم غفلت کړی وي نو پرضد دې یې ګامونه پورته کړل شي.

په پاړه چنار کې د چاودنې خلاف د اتوار پر ورځ د کرمې اېجنسۍ په لسګونو زده کونکیو د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. هغوی نه یوازې په پاړه چنار کې د شوي برید غندنه وکړه بلکې له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د کرمې اېجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې د تېر خالي په سهار له عیدګاه سره نېږدې په سبزي منډۍ کې له چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی. په هغه چاودنه کې تر پنځوسو زیات کسان ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG