د خیبر پښتونخوا په ټانک سيمه کې د ګل ورځې ګهیځ مهال د فرنټيېر کانسټیبلرۍ شپږ اهلکاران په یوه بمي چاودنه کې ژوبل شوي دي.
د ټانک پوليسو کنټرول روم وايي، د فرنټيېر کانسټیبلرۍ يو ګاړی چې له منځۍ کېمپه پېښور ته روان وو له ټانک سره د سړکغاړې ښخ بم پرې چاودېدلی دی.
د پېښې ژوبل تنان د ټانک لوی روغتون ته رسول شوي دي.
بلخوا د پېښې ذمه واري د مسود طالبانو خان سید ډلې نوي ویاند اعظم طارق مسود منلې ده.