د لاسرسي ځای

د سوریې په اړه کنفرانس به نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پېل شي.

د روسیې، ترکیې او ایران استازیو چې دا کنفرانس‌ جوړوي، په یکشنبه یې په سوریه کې د اوربند پر ممکنه تړون خبرې سره وکړې.

د دې کنفرانس هدف په سوریه کې د رژیم او د مخالفو ډلو تر منځ د نازک اوربند ټینګول دي.

ټاکل شوې چې د استانې په کنفرانس کې د قزاقستان لپاره د امریکا سفیر جورج کرول هم ګډون وکړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېسټورا هم د دې کنفرانس له برخه‌والو ګڼل کېږي.

په سوریه کې د رژیم اپوزېسیون ډلو ۵۰ کسیز پلاوی د استانې په کنفرانس کې د ګډون لپاره استولی دی.

د اپوزېسیون یوه غړي د روسیې خبري اژانس "انټرفاکس" ته وویل چې د حکومت له لوري یوازې سیاستوال ورغلي خو د موافقې له مخې باید د پوځ استازي هم ورغلي وی، نو له دې امله ناراضي دي.

XS
SM
MD
LG