د لاسرسي ځای

ننګرهار کې د يوه کور چت پرېوتی، شپږ تنه مړه


په ننګرهار کې د يوه کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي مشال راډيو ته وويل چې پېښه بېګا شپه د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري په سېمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د دغې کورنۍ شپږ نور غړي ټپيان شوي دي.

د ځنیو ریپوټونو په اساس ویل کېږي چې دغه کورنۍ د نا امنيو له امله له پچيراګام ولسوالۍ څخه يادې سيمې ته راکډه شوې ده او په کرايي کور کې اوسېږي.

په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله په دا وروستیو کې سلګونه کورنۍ د ننګرهار ولايت نورو سېمو ته کډوالې شوې دي.

XS
SM
MD
LG