حزب اسلامي وايي تر اوسه افغان حکومت د دوی یو سیاسي بندي هم نه دی خوشی کړی.
په کابل کې د دغه ګوند ویاند حشمت الله ارشد نن مشال راډیو ته وویل چې دوی وړاندې افغان حکومت ته د پنځه سوه سیاسي بندیانو لیست سپارلی خو تر اوسه یې یو هم نه دی خوشی شوی.
" د زندانیانو هغه لوی لیست چې د حزب اسلامي په دفترونو کې موجود دی، د پنځه سوو کسانو لیست کمېسیون ته سپارل شوی او موظف کمېسیون ویلي وو چې له دې ډلې یې د سلو کسانو دوسیې څیړلي، باید په همدې اوونۍ کې دغه سل کسه ازاد شوي وای خو له بده مرغه دغه کار نه دی شوی."
ښاغلي ارشد انتقاد وکړ چې د افغان حکومت له لورې له حزب اسلامي سره د سولې د شوې هوکړې د عملي کیدو چارې ټکنۍ پر مخ ځي.
شاخوا څلور میاشتې وړاندې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې یې باید افغان حکومت د نورو ژمنو ترڅنګ ددغه حزب ټول سیاسي بندیان ازاد کړي وای.