د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالي په یوه پوځي کمپ کې ځانمرګي برید۶۰ کسان ووژل


د مالي په یوه پوځي کمپ کې په ځانوژونکې موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د دې افریقایي هېواد د حکومتي چارواکو په وینا په دغه برید کې چې د چارشنبې په ورځ په شمالي ښار ګاو کې کې وشوه، ۱۱۵ نور سرتېري او پخواني جنګیالي چې په سیمه کې د سولې او ثبات هڅې کوي، ټپیان شوي دي.

د شمالي افریقا لپاره د القاعده څانګې المغرب د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا هغو خلکو ته سزا ده چې له فرانسوي اشغالګرو سره همکاري کوي.

په دغه کمپ کې هغه سرتېري او د مخالفو وسله‎والو ډلو غړي اوسي چې د دې هېواد په شمالي دښته کې د ملګرو ملتونو د سولې تړون له مخې ګزمې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG