د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار چاودنې ضد د کونړیانو غونډه


د کونړ امنيې قومندانۍ په جومات کې په کندهار، کابل او هلمند کې د ترسره شویو چاودنو او ځانمرګیو بریدونو د غندلو په موخه یوه غونډه وشوه چې پکېدولتي چارواکیو، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل په کندهار کې شویو بریدونو وښودله چې دا یوه ناروا جګړه او مسلمان وژنه ده .د دې جګړې موخه یواځې افغانان نه دي بلکي هغه خلک يې هم هدف دي چې څوک په سختو شرایطو کې له افغان مظلوم ملت سره مرسته کوي او د دې وران ویجاړ وطن په ابادۍ کې برخه اخلي.

«دوی په هغو مکارانه او تخریبي اعمالو باندې لاسپورې کوي او پورې کړی یې دی. په تېره سېشنبه يې په یوه وخت او زمان په هلمند، کابل او کندهار کې هغه تروریستې حملات يې ښکاره بېلګه ده .دکونړ اوسیدونکو او دولتي چارواکو په استازیتوب دټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایو ،پدې دروند غم کې ورسره شریک یو او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو .»

هغه وویل له افغان امنیتي ځواکونو او افغان ولس دپوره یووالي غوښتنه وکړه.

«ټولې امنیتي او کشفې ادارې باید خپل وظایف په سمه توګه سرته ورسوي. تلاشي وکا، څارنه وکړي او پلټنه وکړي. ښار ته پر راغلیو لارو پام زیاته کړي. له خپلو امنیتي ارګانونو او ولس څخه غواړم چې له یو بل سره لاس یو کړئ. ځکه دا دښمن یواځې د افغان دولتي چارواکیو او عسکرو نه دی بلکې دا د ټولو شریک دښمنان دي او له منځه وړل یې د ټولو دنده ده.»

مدني فعالان هم وايي چې د افغانانو او د هغوی د دوستانو وژنه کې د هېواد ګاونډیان لاس لري، په دې سره غواړې چې افغانستان تل ګډوډ او ویجاړ پروت وي او ځینو افغانانو د یو بل وژلو لپاره پردۍ وسلې پر اوږو کړي دي.

حشمت الله ژمن یم: په کندهار کې د وطن او خاورې دښمنانو یوه بې رحمانه پېښه وکړه چې پکې يې د کندهار ولایت مرستیال، یو شمېر بهرني دیپلوماټان او مسلمانان ووژل. موږ دغه ډول بریدونه په کلکه غندو او هېڅکله به هم دغسې حملې زموږ هوډ او اراده کمزورې نه کړي.

زما نوم سید رحمان بیکوردی: "د کندهار پیښې موږ ټول خپه کړي یو. د سولې پلوي او د جګړې مخالف خلک يي ودړدول. په دې کې د بهرنیانو لاس دی او بهرنیان نه غواړي چې زموږ وطن اباد شي. کوم میلمانه چې په بریدونو کې وژل شوي هغوي دیتیمو ماشومانو دپاره روزنتون جوړولو . »دوي هغه څوک ووژل چې په افغانستان کې يي سوله غوښتله او افغانستان يي ابادولو.

په کونړ کې دکندهار ،هلمند او کابل چاودنې پداسې حال کې غندل کیږي چې اوس هم دهیواد په بیلابیلو برخو کې جنګ روان دی او پکې بې ګناه افغانان وژل کیږي ،ټپيان کیږي او کورونه يي ویجاړیږي. د کندهار ،کابل او هلمند پیښو کې له پنځوسو زیات کسان وژل شوي او په لسګونو ټپيان دي په وژل شوو کې دمتحده عربې املراتو پنځه دپلوماتان او دکندهار مرستیال والې هم شامل و .

راپور : روح الله - انوري

XS
SM
MD
LG