د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استنبول ازبکستاني بریدګر "افغانستان کې روزنه اخېستې"


د نوي کال په شپه د استبول پر یوه نایټ کلب په برید کې عبدالقادر مشاریپوف ۳۹ تنه ووژل
د نوي کال په شپه د استبول پر یوه نایټ کلب په برید کې عبدالقادر مشاریپوف ۳۹ تنه ووژل

ترک چارواکي وايي، هغه کس يې نيولی چې د دوی په باور په استنبول ښار کې يې د نوي کال په شپه پر یوه نایټ کلب په بريد کې ۳۹ کسان وژلي وو. د ترکيې وزيراعظم بن علي يلدرم نن په انقره کې خبريالانو ته وويل چې له نيول شوي کس څخه پوليس پوښتنې ګروېږنې کړي او هيله ده چې د بريد تر شا به اصلي قوتونه معلوم شي.

((ډېر زيات تفصيلات به څرګند شي خو تحقيقات روان دي او زموږ چارواکي به يې له ولس سره پر خپل وخت شريک کړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې بدمرغه بريد تر سره کوونکی نيول شوی دی))

په عين حال کې د استنبول ګورنر واسب شاهين مشکوک کس د عبدالقادر مشاریپوف په نامه یاد کړی چې د ازبکستان دی او په افغانستان کې روزل شوی و.

د نوموړي په وينا مشکوک کس اعتراف کړی چې بريد ده تر سره کړی و او د هغه د ګوتو نښې هم د بريدګر هغې ته ورته دي. د ترکي سرکاري خبري اژانس انادولو مخکې راپور ورکړی و چې تورن بريد ګر تېره ورځ د استنبول په ايسن يورد ولسوالي کې نيول شوی و. د دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه او ویلي يې و چې دا برید یې په شام کې د ترک پوځ شاملېدو د بدل اخيستو لپاره کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG