د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې د استنبول پر نايټ کلب بريدګر نيولی دی


 عبدالقادر مشاریپوف په استنبول کې د نوي کال په شپه پر یوه نایټ کلب په بريد کې ۳۹ کسان ووژل
عبدالقادر مشاریپوف په استنبول کې د نوي کال په شپه پر یوه نایټ کلب په بريد کې ۳۹ کسان ووژل

ترک چارواکي وايي، هغه کس يې نيولی چې د دوی په باور په استنبول ښار کې يې د نوي کال په شپه پر یوه نایټ کلب په بريد کې ۳۹ کسان وژلي وو. د ترکيې وزيراعظم بن علي يلدرم نن سېشنبه ويلي، له نيول شوي تنه پوليس پوښتنې ګروېږنې کړې او هيله ده چې د بريد ترشا به اصلي قوتونه معلوم شي.

په عين حال کې د استنبول ګورنر واسب شاهين مشکوک کس د عبدالقادر مشاریپوف په نامه یاد کړی چې د ازبکستان دی او په افغانستان کې روزل شوی و.

د نوموړي په وينا مشکوک کس اعتراف کړی چې بريد ده تر سره کړی و او د هغه د ګوتو نښې هم د بريدګر هغې ته ورته دي. د ترکيې سرکاري خبري اژانس انادولو مخکې راپور ورکړی و چې تورن بريد ګر تېره ورځ د استنبول په ايسن يورد ولسوالي کې نيول شوی و.

د دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه او ویلي يې و چې دا برید یې په شام کې د ترک پوځ شاملېدو د بدل اخيستو لپاره کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG