د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاهد: افغان امنیتي ځواکونه به نور هم پياوړي شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکي پسرلي کې له وسله والو مخالفانو د مخامخې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

تاج محمد جاهد د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ۴۵۰ افسرانو دفراغت په مراسمو کې وویل چې د ژمي په موسم کې د جګړې په جبهاتو کې د وسله والو فعالیتونه کم شوي دي.خو ښاغلي جاهد وویل چې وسله وال تر ډيره په ښارونو کې انفجاري او انتحاري حملو ته زور ورکړی.

د افغانستان د کونیو چارو وزیر وایې چې په راتلونکو درېوو میاشتو کې به ترډېره د افغان ځواکونو پیاوړتیا او د احضاراتو د کچې لوړولو لپاره هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې د بمي بریدونو له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغو بریدونو په کور دننه او بهر د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG