د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۶ کسان بمي چاودنه کې وژل شوي او ۱۳ ښونکي وسله والو تښتولي


د افغانستان د ننګرهار ولایت نقشه
د افغانستان د ننګرهار ولایت نقشه

د ننګرهار چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ په یوه چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې د یکشنبې په سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د پچیر و اګام ولسوالۍ اړوند د سرک د غاړې د ماین چاودېدو له امله شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې د همدې ورځې په غرمه مهال داعش وسله والو د هسکې مېنې د شپولې له سیمې د ملا صاحب له مدرسې څخه ۱۳ تنه ښوونکي چې دیني عالمان وو، تښتولي دي.

نوموړی وايي، ولايتي ادارې د یادو علماو د راخوشې کېدو په موخه هر اړخېزې هڅې پيل کړي دي.

داعش وسله‎والو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG