د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزيز: نوي امريکايي حکومت سره افغانستان کې کار لپاره تيار يو


پاکستان وايي د امريکې نوي حکومت سره د ترهګرۍ ځپلو لړ کې د سيمې او په ځانګړې توګه افغانستان کې د شريک کار لپاره تيار دی. د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي چې راتلونکي امريکايي حکومت سره د ښو اړيکو هيله لري.

سرتاج عزيز نن مشال ريډيو ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د امریکا دفاع وزارت لپاره د نوماند جېمز مېټیس په وروستيوو خبرو کې، که له يوې خوا د پاکستان په کردار نيوکې شوې نو له بلې خوا يې ترهګرۍ ضد جنګ کې قربانۍ هم ستايل شوي.

هغه زياته کړه: ((موږ د دې بيان هرکلی کوو. د امريکې د نوي حکومت سره به زر تر زره د رابطو جوړولو کوشش کوو. موږ شريک هدفونه او شريکې اندېښنې لرو. مثلا افغانستان کې د سولې راوستل مو لومړيتوب دی. همداراز افغانستان کې د داعش د پراخېدو مخنيوی زموږ لپاره مهم دی. سولې ته رسېدو لپاره سيمه ييز حل هم د اهميت وړ دی. زما په فکر موږ په يقيني توګه کولی شو دې موخو ته رسېدو په خاطر د اعتماد جوړولو او شريک کار لپاره يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړو.))

ډېر وسله وال مو يا ختم کړل او يا هم نورو ځايونو ته لاړل
عزيز

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې دفاع وزارت لپاره نوماند جېمز مېټیس په خپلو وروستيوو څرګندونو کې ويلي وو چې که وزير شي نو پر پاکستان به د وسله والو مرکزونو تړلو لپاره فشار ډير کړي. خو سرتاج عزيز وايي چې دوی په وزيرستان کې د ترهګرو هغه مرکزونه ختم کړي چې امريکايان او افغانان تري شکايت لري.

نوموړي زياته کړه: (( زما په فکر اوس زياتره خلک په دي خبره قانع دي چې موږ د وسلوالو ډلو پرضد عملياتو کې توپير نه کوو. موږ په پوځي عملياتو کې وزيرستان کې د وسله والو هغه مرکزونه له منځه ويوړل چې دوی هلته درلودل. ډير وسله وال يا ختم شول يا نورو ځايونو ته لاړل.))

ډرون بريد کې بلوچستان کې د طالبانو وژل شوي مشر، ملا منصور سره مړي سره د پاکستان شناختي کارډ موندل شوی وو
ډرون بريد کې بلوچستان کې د طالبانو وژل شوي مشر، ملا منصور سره مړي سره د پاکستان شناختي کارډ موندل شوی وو

څو ورځې مخکې کندهار، کابل او هلمند کې تر خونړيوو بريدونو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکي يو ځل بيا ډېرې خرابې شوې. د افغان حکومت تر سختو نيوکو وروسته پرون په دوهمه ورځ هم افغانانو د پاکستان خلاف مظاهرو ته دوام ورکړ. افغان چارواکي بلوچستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل او شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې موجوديت په يادولو سره پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور لګوي.

سرتاج عزيز هم څه موده مخکې په واشنګټن کې اعتراف کړی وو چې پر طالبانو ځکه کنټرول لري چې پاکستان کې يې کورنۍ دي او علاج يې هم دغلته هسپتالونو کې کيږي. خو نن مشال ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل چې کابل سره د کشالو حلولو لپاره کار کوي.

((د پاکستاني ځواکونو له خوا د ترهګرو مرکزونو ختمولو سره يو دم افغانستان کې امن رانه شي. دې لپاره د سولې مذاکرات ضروري دي. موږ به د امکان تر حده د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپله همکاري وکړو.))

دې وروستيوو کې روس، چين او پاکستان په مسکو کې د افغانستان پر حالاتو يوه غونډه کړې وه. تر دې غونډې وروسته د روس بهرنيوو چارو وزارت په خپله خبر پاڼه کې ويلي وو چې ځينې افغان وسله وال دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ليست وويستل شي. طالبانو د دې هرکلی کړی وو خو افغان حکومت پرې سختې نيوکې وکړي او له دوی بغير د داسې غونډې کول يې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وبلله. سرتاج عزيز وايي چې راتلونکې دغسي غونډې ته به افغانستان هم وروغواړي.

مظاهره چيان: کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي

کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

XS
SM
MD
LG