د لاسرسي ځای

امریکا په یمن کې د القاعده شبکې د یو مشر وژلو ادعا کړې


د امریکا پوځ ویلي، په یمن کې د جنورۍ پر اتمه نېټه د القاعده شبکې یو لوړ پوړی مشر د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پېټرکوک د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل، په عربي ټاپووزمه کې د القاعده مشر عبدالغني ال راسس د یمن په لرې پرتې سیمې البېضا کې د امریکا د هوایي برید پر مهال وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دې هوايي برید په عربي ټاپووزمه کې د القاعده لوړ پوړی مشر او مرسته کوونکې له منځه وړې او په یمن او سیمه کې به د عربي ټوپووزمې د ترهګرۍ فعالیتونه له زیان سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG