اتمر : هرو مرو به د کندهار د پېښې ریښې معلومې شي
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر چې کندهار ته د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تللی وايي چې ولسمشر د دې ولایت د سې شنبې پېښې د تحقق لپاره یو قوي تخنیکې ټیم ګومارلی دی. د ملي امنیت شورا له سلاکار سره په دې سفر کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم مل دي. راپور، ویدیو او ایډیت: محمدصادق رښتینی