د لاسرسي ځای

د کندهار والي د درملنې لپاره هند ته وړل شوی


د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي د جمعې ورځ د لا زیاتې درملنې لپاره هند ته وړل شوی دی.

عزیزي تېره سېشنبه د کندهار ولایت په مېلمستون کې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وو.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل د عزیزي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او نن یې له خپلې کورنۍ سره هم په ټلیفون خبرې کړي دي.

همایون عزیزي په کندهار کې د بهرنیو پوځیانو په یوه روغتون کې بستري وو.

د سېشنبې په ورځ د کندهار ولایت پر مېلمستون بمي حمله وشوه چې پکې د ملي شورا د دوو غړیو، د کندهار د مرستیال والي او د متحده عربي اماراتو د پنځو ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او د کندهار د والي او متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG