استادان به هم د پولیسوالو غوندې ډیوټي کوي
د بلوچستان حکومت وايي د صوبې ټولې ستونځې نه یوازې د تعلیم له لارې هوارېدلی شي بلکې همدا یې د پرمختګ یوازنۍ لار ده. په کوټه کې د زیارت پر ورځ د حکومتي استادانو اتحادیې د نویو مشرانو سوګند اوچتولو په یوه غونډه کې پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ د تعلیم صوبايي وزیر عبد الرحیم زیاتوال او د ځنګلاتو وزیر عبیدالله جان بابت تر څنګ نورو وزیرانو، سیاسیي مشرانو او ګڼو استادانو ګډون وکړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي غړي او د ځنګلاتو وزیر عبیدالله جان بابت د غونډې په څنګ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل د استادانو غوښتنې منل د حکومت زمه واري ده خو ډیوټي ورکول د استادانو ذمه واري ده. ده زیاته کړې پولیسواله او لېویزواله خپلو ډیوټیو ته ځي نو استادان ولې نه ځي. د ایوب ترین ویډيو