د لاسرسي ځای

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، راحیل شریف د اسلامي هیوادونو د پوځي مشرۍ لپاره له حکومته اجازت نامه نه ده غوښتې.

خواجه اصف دا خبره د چارشنبې په ورځ سېنټ ته د څرګندونې پر مهال کړې ده.

هغه ویلي،د پاکستاني پوځ پخوانی مشر ریټایرډ جنرال راحیل شریف که د اسلامي هیوادونو د پوځ مشري قبلول غواړي نو به لومړی د پاکستان له حکومته رسمي اجازه اخلي.

د پاکستان د سېنټ مشر رضا رباني له هغه وروسته له حکومته د وضاحت غوښتنه وکړه چې رسنیو وویل راحیل شریف د یاد پوځي اتحاد مشر ټاکل شوی دی.

د راحیل شریف له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په دې پوځي اتحاد کې د نهه دېرش اسلامي هیوادونو عسکر دي او مشري یې سعودي عرب کوي.

XS
SM
MD
LG