د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ایران سره د اټومي تړون بیا کتنې وړاندیز به وکړم"


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوماند ریکس ټیلرسن وايي، دی د دې ملاتړ کوي چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ ایټمي تړون ته له سره کتنه وشي.

ریکس ټیلرسن دا خبره د امریکا د سېنټ د بهرنیو اړیکو کیمټۍ هغې غونډې ته کړې دي د کومو هدف چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ټاکنې پخلی کول دي.

ریکس ټیلرسن ویلي ، که د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شوو نو به دې تړون ته له سره د کتنې وړاندیز وکړي.

ریکس ټېلرسن دا تړون په پوره توګه نه دی رد کړی خو د دې پلوي یې کړې ده چې کلکه څارنه یې وشي تر څو ایران له دې تړونه سرغړونې ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي چې پر یاد تړون به یا له سره خبرې اترې وکړي او یا به یې په بشپړه توګه رد کړي.

تلونکی ولسمشر باراک اوباما له ایران سره شوی دا تړون د خپلې اته کلنې واکمنۍ یو له تر ټولو لویو لاسته راوړنو بولي.

د ایران او نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د دې تړون له مخې ایران خپل ایټمي فعالیتونه محدود کړل او په بدل کې یې له دې هیواده نړیوال اقتصادي بندیزونه لرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG