د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو د اظهار ازادۍ ځانګړي استازي پر پاکستان غږ کړی دی چې د ورکو څلور فعالانو میندل او په خوندي توګه خپلو کورنو ته ستنول باوري کړي.

ډېویډ کای د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید دې ته لومړیتوب ورکړي چې د بشري حقونو لپاره پر ټولنیزو رسنیو د ورک شوو فعالانو ځای مالوم کړي،هغوی وژغوري او کورونو ته یې ستانه کړي.

ډېویډ کای ویلي چې هېڅ حکومت هم باید پر خپلو ښاریانو بریدونه ونه زغمي.

نوموړي ویلي، پاکستان باید د دې کسانو د خوندبتوب او خوشي کولو لپاره د هر ممکن ګام په پورته کولو د اظهار ازادۍ ته ژمنتیا وښي.

وقاص ګورایا ، عاصم سعید ، سلمان حېدر او احمد رضا نصیر نومي دا څلور فعالان د جنورۍ د څلورمې او اوومې نېټې په منځ کې ورک شوي دي.

XS
SM
MD
LG