په بالکان هیوادونو او ختیځه اروپا کې ساړه موسم او واورو تر اوسه لږ تر لږه درې اویا کسان وژلي دي.
چارواکي وايي چې د یخنۍ دا څپه له ۱۹۶۳م کاله راهسې ثاری نه لري.
دوی وايي چې په دې هیوادونو کې د شپې له خوا د حرارت درجه تر منفي شل سنټي ګرېډه هم ټیټه شوې ده.
مرستندویو ادارو خبردار ورکړی دی چې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي دې سختې یخنۍ ته مخامخ دي.
د کډوالو مرسته وکړي نومي سازمان ویلي چې حالات تر دې لا هم پسې خرابېدونکي دي هغه ځکه چې په زرګونه خلک لا هم سختې یخنۍ ته پراته دي.