د لاسرسي ځای

ملګري ملتونه وايي پاکستان دې ورک فعالان خوشي کړي


د ملګرو ملتونو د اظهار ازادۍ ځانګړي استازي پر پاکستان ږغ کړی دی چې د ورکو څلور فعالانو میندل او په خوندي توګه خپلو کورنو ته ستنول باوري کړي.

ډېویډ کای د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید دې ته لومړیتوب ورکړي چې د بشري حقونو لپاره پر ټولنیزو رسنیو د ورک شوو فعالانو ځای مالوم کړي ، هغوی وژغوري او کورونو ته یې ستانه کړي.

ډېویډ کای ویلي چې هیڅ حکومت هم باید پر خپلو ښاریانو بریدونه ونه زغمي.

نوموړي ویلي ، پاکستان باید د دې کسانو د خوندبتوب او خوشي کولو لپاره د هر ممکن ګام په پورته کولو د اظهار ازادۍ ته ژمنتیا وښي.

وقاص ګورایا ، عاصم سعید ، سلمان حېدر او احمد رضا نصیر نومي دا څلور فعالان د جنورۍ د څلورمې او اوومې نېټې په منځ کې ورک شوي دي.

XS
SM
MD
LG