د لاسرسي ځای

پخوانی ایرانی ولسمشر رفسنجاني خاورو ته وسپارل شو


تهران: د ایران پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې لمونځ کېږي

د ایران پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې مراسم د سېشنبې پر ورځ په تهران کې ترسره شول چې پکې په لسګونو زره خلکو ګډون کړی وو. پر دې ورځ په هغه هېواد کې عامه رخصتي اعلان شوې وه. نوموړی د تهران پوهنتون سره نېږدې خاورو ته وسپارل شو.

د ګل په ورځ د ایران سرکاري رسنیو وویل چې رفسنجاني د زړه د ناروغۍ له کبله د تهران په شهدا روغتون کې داخل کړی شوی وو چې د اتوار پر ورځ هم له دغې ناروغۍ مړ شو. د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د نوموړي د جنازی لمونځ ادا کړ.

د ایران سرکاري رسنیو ترمخه خامنه يي له رفسنجاني سره د اختلافاتو باوجو د هغه په جنازه کې ګډون وکړ. د نوموړي په جنازه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د پارلیمان سپیکر علي لاریجاني او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون کړی وو.

رفسنجاني تر څو لسیزو د ایران په سیاست کې مهم رول لوبولی دی. نوموړی په عمومي توګه د یو اصلاح پسند او منځلاري مشر په توګه پیژندل کیده او یو حقیقت پسنده او محافظه کار سیاستوال وو چې له غربي نړۍ سره د تعلقاتو ښو کولو ملاتړی وو.

رفسنجاني له۱۹۸۹ز کاله تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر پاتې شوی وو او په۲۰۰۵ز کال کې یې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په مقابله کې انتخابات بایللي ول. دا رازد ۲۰۱۳ز کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې یې د ډېر عمر له وجې یې د امیدوار په توګه د برخې اخیستو درخواست رد کړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG