د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د غيرت په نامه يوه بله ښځه وژل شوي


سوات
سوات

د خیبر پښتونخوا د سوات په مټي سیمه کې یوه واده شوې ښځه پرون د غیرت په نامه وژل شوې ده.

د مټي تاڼې ايس ايچ او بخت زاده نن مشال راډیو ته وویل چي تيره ورځ مټه بياکن نومي کلي کي یوه ۲۴ کلنه جلۍ د کور دننه په ډزو وژل شوې ده.

د وژل شوې ښځې پلار حکيم زاده مشال راډيو ته نن وويل چې سعودي مېشته زوم يې د يو بل چا په لاس لور وروژلي. د حکيم زاده په خبره له لور يې پنځه مشاومان پاتې دي. هغه په دولس کلنۍ کې واده شوې وه.

پولیس وايي تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مېرمن ولې وژلي شوي. د دوی په وينا د حکيم زاده د ايف، آيي، آر مطابق یې د کيس پلټنې پېل کړي او د ځينو تورنو کسانو د نيولو هلې ځلې کوي.

د بشري حقونو د ادارو په خبرو تېر کال سوات کې پنځوس ميرمنې د غېرت په نامه وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG