د لاسرسي ځای

کابل کې يو عدالت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت يو لوړ پوړي پخواني چارواکي، عبدالواسع روفي ته د درغليوو په کيس کې د څوارلسو کلونو قيد سزا اورولي. د درغليوو په اړه د مقدمو اوريدونکي يو ځانګړي عدالت نن خپله فيصله تر څرګندې يا علني مقدمې وروسته واوروله.

رووفي په کورنيوو چارو وزارت کې د شيانو د اخيستو د برخې مشر وو. پر هغه د يو نيم لک ډالرو درغلۍ کولو تور دی.

رووفي دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG