د لاسرسي ځای

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تېر په څېر د دښمن غلطه محاسبه به د بیا ځل لپاره د هېواد دښمنانو ته درنه تمامه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنانو په تېرو دوو کلونو کې د افغان ځواکونو او افغانستان په اړه غلطه محاسبه کړې ده.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په دفاع وزارت کې د ملي اردو سلګونو سرتېرو ته په وینا کې د هېواد دښمنانو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د بد نظر کتونکو لپاره به دا خاوره په هدیرې بدله شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دښمنانو ته زموږ پیغام واضح دی، دوه کاله مخکې مو محاسبه غلطه کړې وه، تېر کال مو هم محاسبه غلطه وه او د غلطې محاسبې تکرار بیا مه کوی، دې خاورې ته مو که په شوم هدف وکتل هدیره به مو شي."

ښاغلي غني دا څرګندونې د ملي اردو شهیدانو او د دوی کورنۍ ته د درناوي په خاطر جوړو شویو مراسمو ته وکړې ویې ویل چې د اردو ټپیانو او کورنۍ ته رسېدنه یې مهم مسؤلیت دی.

ولسمشر د دفاعي او امنیتي ځواکونو پاتې شویو وارثینو ته د کورونو د وېش لړۍ هم پیل کړه او ویې ویل چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د کورونو په جوړولو کې لومړی حق د دوی او بیا د ملکیانو وي.

افغان حکومت تېر دوه کلونه سخت، خو د افغانستان د بقا کلونه بللي دي.

له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي چې تېر کال وسله والو مخالفینو غوښتل د افغانستان یوه اندازه جغرافیه ونیسي، دلته ځالې جوړې او خپل مرکزونه د ډیورنډ له فرضي پولې دې خوا را انتقال کړي چې د دوی په بارو نه دي بریالي شوي.

تر دې د مخه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي و چې راتلونکی کال به د افغان ځواکونو د بریا کال وي.

افغان حکومت: ٢٠١٧میلادي کال به زموږ د بريا کال وي

له دې سره د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي وايي چې د راتلونکي لپاره د دفاعي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې او د هغوی تجهیز ته پاملرنه خورا ډېره شوې ده.

حبیبي: د راتلونکي لپاره د دفاعي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې.
حبیبي: د راتلونکي لپاره د دفاعي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"ډاډ څرګندوم چې د ملي اردو زړه ور منسوبین د نورو امنیتي ځواکونو سره په ښې همغږۍ کې، د افغان باتور ولس د ټينګ ملاتړ او د شته امکاناتو څخه په ټولې استفادې د ګران هېواد د دفاع، سولې او امنیت لپاره خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ته پر وخت دوام ورکوي."

افغان حکومت داسې مهال د هېواد دښمنانو ته د سخت راتلونکي وړاندوینه کوي چې له دې وړاندې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

خو ولسشمر غني وايي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کمېدو لپاره هم ځانګړی پلان عملي کوي د کوم لپاره چې کارونه پیل شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG