د لاسرسي ځای

تازه خبر

که بندیزونه وي يا نه وي،حکمتیار کابل ته ځي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند وايي که په ښاغلي حکمتیار بندیزونو لرې شي یا نه کابل ته راتلونکی دی.

حشمت الله ارشد دا خبرې نن د جمعې په سهار مشال راډیو ته وکړې: “تعذیرات که لرې شي یا لرې نه شي حکمتیار کابل ته راتلونکی دی او د کوم بهرني هېواد ویزې او اجازې ته ضرورت نه لري. یقیناً افغان حکومت څه ژمنه چې کړې په هغو دې عمل وکړي.”

ارشد وویل په دې اړه له حکومت سره هم هوکړه شوې او هیله ده حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي.

که څه هم حکومت تازه کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د ملګرو ملتونو له تور لیسټه یې د ګلبدین حکمتیار د نوم د لرې کولو په خاطر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته غوښتلیک سپارلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG