د لاسرسي ځای

د امریکايي استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی وايي، د انټرنیټي غلاو مشکوکه روسي کیمپېن له لارې په امریکايي انتخاباتي بهیر کې بېسارې مداخله شوې.

دا څرګندونه د ملي استخباراتي ادارې مشر جېمز کلیپر تېر مازیګر د سېنېټ پوځي خدماتو کمېټۍ په هغه اورېدنه کې وکړه چې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې تورونو په اړه جوړه شوې وه.

ده کمېټۍ ته وویل، ((فکر نه کوي چې په [امریکايي] انتخاباتو کې دې تر دې مخکې دا ډول جارحانه او مستقیمې لاسوهنې شوې وي.)) دا د امریکا کانګرس یو شمېر هغو پلټنو په ترځ کې لومړۍ اورېدنه وه چې د واشنګټن په وینا، د روسیې حکومت له خوا د امریکايي سیاسي سازمانونو کمپیوټري سېسټمونو او اي مېلونو د غلا کولو د کچ، ارادې او موخې معلومولو لپاره روانې دي. کرېملېن په بیا بیا له دې تورونو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG