د لاسرسي ځای

د امریکابهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، هېواد یې روانه میاشت په قازقستان کې د شام سولې خبرې هڅوي چې ښايي پکې د هغه هېواد شاوخوا شپږ کلنۍ جګړې د ختمولو په لړ کې پرمختګ وشي.

کیري بېګا په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، دوی ((په استانا کې کېدونکې غونډه هڅوي او هیله من دي چې ښايي دا پرمختګ ته لار برابره کړي.)) د شامي حکومت او وسله وال اپوزیشن تر منځ خبرې د روسیې او ترکیې په مرسته کېږي چې د هغه هېواد شخړه هواره کړل شي او دې هڅې واشنګټن تر ډېره بریده څنډې ته کړې دی.

دا خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړتیا د سولې تر خبرو مخکې کېږي چې په اړه یې د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټافن دي مېستورا هیله من دی چې راتلونکې میاشت په جینیوا کې وشي. مسکو او انقرې د دواړو خواو تر منځ د تېرې اوونۍ کمزوري اوربند په عملي کولو کې هم منځګړتوب کړی وو.

دا اوربند له پلازمېنې دمشق سره نېږدې په ځېنو، ځېنو سیمو کې د تاوتریخوالي باوجود، تر ډېره برقرار دی.

کیري خبریالانو ته وویل، له دي مېستورا او د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف سره یې خبرې کړي دي او دا چې هدف اوس هم دا دی چې په ((جینیوا کې غونډه وشي چې پکې به اصلي خبرې کېږي.))

XS
SM
MD
LG