د لاسرسي ځای

پاکستاني چارواکي وايي، د ((ښه نیت ښودو)) په موخه یې د هغو ۲۱۸ هنديو کب نیونکو خوشې کول پیل کړي چې په عرب سمندرګي کې یې نیولي ول.

دا کسان څه د پاسه یو کال مخکې د پاکستان تر واک لاندې اوبو ته د داخلېدو په تور نیول شوي ول. خو د عرب سمندرګي پوله لانجمنه ده.

چارواکو تېر ماښام وویل، ۱۰۰ داسې کب نیوونکي لا هم په دې انتظار په زندان کې دي چې په اسلام اباد کې یې هندی سفارت د شناخت تصدیق وکړي. دا کسان ټول، په شپږ میاشتیني بند محکوم دي.

هر کال لسګونه هندي او پاکستاني کب نیوونکي هغه مهال نیول کېږي چې عرب سمندرګي کې له بحري پولو واوړي.

دوی بیا اکثر د خپل بند تر پوره کولو وروسته هم په زندان کې پراته وي ځکه چې د اټومي وسلو لرونکو دواړو هېوادونو د خرابو ډېپلوماټیکو اړیکو له کبله یې د قضیو حل ځنډېږي.

XS
SM
MD
LG