د لاسرسي ځای

د عراق په پلازمېنه بغداد کې په دوو جلا، جلا چاودنو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه تېره ورځ د بغداد په شیعه مېشته سیمه کې شوې چې پکې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي.

پولیس وايي، دا موټر بمي چاودنه د العبیدي په سیمه کې له یوه بازار سره نېږدې شوې. د دې برید ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې.

په دویمه چاودنه کې د بغداد په مرکز کې د باب المعظم سیمې امنیتي پوسته په نښه کړل شوې چې پکې اته کسان وژل شوي دي. د دې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG