په کراچۍ کې د پنجشنبې په بېګا ناوخته په درې بېلا بېلو پېښو کې د يو پوليس افسرپه ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د کراچۍ د پوليسو وياند قمرزېب ستي وايي چې د وژل شوي سب انسپکټر پېژندګلوي د اقبال محمود په نوم شوې ده او هغه د هدفي وژنو په اړه پلټنې کولې.
په دغه پېښه کې د اقبال محمود له ملګري وسيم سره سره په لاره تېريدونکی يو ځوان حفيظ الله هم ژوبل شوی.
بل پلو د کراچۍ پوليسو په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشنبې په شپه په دوو نورو بيلا بيلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي چې پېژندګلوي يې د پنځوست کلن ملک عبدالرحمان او شل کلن رضوان احمد په نومونو شوې ده.
ملک عبدالرحمان د ښار په اېم اې جناح روډ او رضوان احمد په کورنګۍ سيمه کې نامعلومه وسله والو په نښه کړي دي
د دې پېښو ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.