د لاسرسي ځای

محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمان دې خپل دریځ واړوي


د قبایلي سیمو د یو شمېر سیاسي ګوندونو اتحاد وايي، قبایلي سیمې دې ژر تر ژره په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

دوی دا غوښتنه د چارشنبې په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې د لاریون او غونډې پر مهال تکرار کړې ده.

د غوڼدې ګډونوالو پر هغو ګوندونو نیوکې کړي دي چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ګډولو مخالفت کوي.

د پیپلز ګوند یوه مخکښ اخوندزاده چټان وویل، محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمان باید خپل دریځ بدل کړي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ او د جمعیت علماء اسلام یو مشر مولانا ګل نصیب په دې اړه نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه دې د ټول قبایلي ولس په خوښه وشي.

XS
SM
MD
LG