د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په پاکستان کې د پاناما اسنادو په اړه غونډه کېږي


د پاکستان په ستره محکمه کې نن د چارشبنې په ورځ د پاناما اسنادو د مقدمې په اړه بحث کېږي. د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د مقدمې اصف سعید کوسه په مشرۍ د سپریم کورټ د پنځو غړو یو پلاوی به نن په اسلام اباد کې د پاناما اسنادو د قضیې بیا اورېدنه پیلوي.

پروسږګال په اپریل کې د پاناما لیکس په نوم اسنادونو کې انکشافات شوي وو چې د پاکستاني وزیراعظم بچي له هیواده دباندې پټې شتمنۍ لري.

د پاکستان اپوزیسون ډلو د دغو اسنادونو تر راښکاره کیدو وروسته پر وزیراعظم نوازشریف سخت اعتراضونه پیل کړي وو او له نوموړي یې د استعفا غوښتنه کوله.

د پاکستان نوي ( چیف جسټس)میا ثاقب نثار د خپلې دندې له سنبالولو وروسته د پاناما اسنادو د مقدمې د څېړلو لپاره نوي پلاوی ټاکلی و.

په ۲۰۱۶ م کال کې د هغه مهال د چیف جسټس انورظهیرجمالي په مشرۍ دقاضیانو پلاوي ( لارجر بینچ ) د پاناما اسنادو پر مقدمې لس اورېدنې کړې وې، خو په روان ۲۰۱۷ م کال کې د پاناما اسنادو د څېړلو دا لومړۍ اورېدنه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG