د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي چارواکي وايي ، د ۳۹ کسانو د وژونکي پېژندلو ته نژدې یو


د کرغیزستان چارواکي وایي دوی له ترکي سره د هغه ممکنه برید ګر د شناخت مالومولو په اړه همکاري چې د نوي کال په شپه یې د استنبول په یو نایټ کلب کې په ډزو ۳۹ کسان وژلي وو.

د کرغیزستان د ملي امنیت ویاند راخت سلیمانوف د سېشنبې په ورځ د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ته وویل چې دوی د هغه تن د پاسپورټ فوټو مالومات کوي چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.

پحمله کونکی په رینا نایټ کلب پر خلکو تر ډزو وروستو تښتیدلی دی. د دې مشکوک کس خپور شوی تصویر له هغې لڼډې ویډیو سره هم سمون خوري چې ده د استنبول په تقسیم څلور لاره کې جوړه کړې او پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

د ترکي چارواکي وایي دوی د برید کوونکي د ګوتو نښې موندلې دي او ډیر زر به د هغه په اړه پوره مالومات تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG