د لاسرسي ځای

د عراق په شمالي ښار سمارا کې پر یو پولیس مرکز په برید کې درې عسکر وژل شوي دي.

عراقي چارواکي وایي دا برید په متوکل ضلع کې څلورو هغو وسلوالو کړی چې ځانمرګي جیکټونه یي په غاړه وو.

دوی وايي ، تر دې برید وروسته د پولیسو او وسله والو تر منځ نښته پیل شوه چې د سېشنبې تر سهار یې دوام درلود.

په دغه نښته کې د یو لیفټننټ کرنل په ګډون درې پولیس ووژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. اسلامي دولت وسله والې ډلې یي زمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG