د لاسرسي ځای

فرانسوا اولاند په عراق کې له خپلو عسکرو سره ولیدل


د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند وايي، په عراق کې د فرانسوي ځواکونوکار د فرانس پر خاوره د داعش د بریدونو مخنیوی دی.

فرانسوا اولانډ د عراق په یو پوځي اډه کې له میشتو فرانسوي سرتیرو سره په لیدنه کې وویل ، په عراق کې د ترهګرو پر ضدعملیات فرانس د ترهګرۍ له ګواښه خوندي کوي.

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر فرانسوا اولاند د دوشنبې په ورځ د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېدی.

نوموړي هلته د فرانسوي سرتیرو تر څنګ دعراقي ولسمشر فواد معصوم او د عراق له وزیر اعظمحیدر العبادي سره هم وکتل.

فرانس دا مهال په عراق کې پنځه سوه سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG