د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ کډوال له ستونزو سر ټکوي


د باجوړ ایجنسۍ یو شمېر کډوال وايي، په خپلو سیمو کې یې د ځمکو مالکان کورونو بیا جوړولو ته نه پرېږدي او نه هم ورته حکومت د ړنګو شوو کورونو معاوضه ورکوي چې له وجې یې دوی اوس هم په کیمپ کې ژوند کوي.

په جلوزو کډوالو کېمپ کې له باجوړ سره تعلق لرونکي بخت روان د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دی کېمپ کې اوس هم د چارمنګ کوټکي سیمې هغه شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ دي چې په ۲۰۰۸م کال کې د پوځي عملیاتو له وجې کډه کولو ته اړ شوې وې او اوس د حکومتي اعلان باوجود هم د کورونو نه لرولو له وجې خپلو سیمو ته نه شي تلائ.

د چارمنګ کوټکي سیمې د خلکو ستونزو په اړه حکومتي چارواکو لا څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG