د لاسرسي ځای

په استنبول کې امنیتي ځواکونو خاص تدابیر نیولي څو وکولای شي د کال د لومړۍ شپې په حمله کې ککړ تن ونیسي.

د کال په لومړۍ شپه یوه وسله وال کس په استنبول کې یوه کلب ته په ورننوتو ډزې وکړې چې ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

د ترکي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو نن د اتوار په سهار رسنیو ته وویل چې ترکي پوځيانو د حمله کوونکي لټون پیل کړی او تمه ده ژر ونیول شي.

مونږ تمه لرو چې حمله کوونکی به ژر ونیول شي.

" د دغه ترهګر د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي. پولیسو عملیات پیل کړي دي. مونږ تمه لرو چې حمله کوونکی به ژر ونیول شي. "

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په دې حمله کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۶۹ نور ټپيان دي خو په ټپیانو کې د څلورو تنو حالت نازک دی.په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني سیلانیان هم شامل دي.دغه حمله چې پړه یې په اسلامي دولت ډلې او یا هم کرد جنګیالیو اچول کیږي د استانبول په اورتاکوی سیمه کې شوې ده.

دا سیمه ایشیا او اروپا سره بیلوي او د طبیعي ښایست لپاره د ګڼو کسانو زړونه پرې مات دي. د استانبول والي واصف شاهین ویلي:

"کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی. خو حمله کوونکي په هغو بیګناه کسانو چې د نوي کال راتلو ته یې جشن جوړ کړی و په بېرحمۍ حمله وکړه."

له دې حملې وروسته یو ځل بیا ټولو د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې ټینګار کړی دی.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې ویلي چې:

" د یوه ملت په حیث به مونږ تر پایه نه یواځې دا چې د دغسې وسله والو حملو پر ضد مبارزه کوو بلکې د هغوی اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې حملې هم دفع کوو."

استنبول
استنبول

ګڼو نورو مشرانو له هغې ډلې د امریکا ولسمشر باراک اوباما، د هند وزیراعظم نرېندر مودي او د بريتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن دا حمله غندلې او له ترکیې سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

افغان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټویټر پاڼه باندې دا حمله غندلې او هیله یې څرګنده کړې چې ۲۰۱۷ کال د ټولو لپاره د سولې او ورورولۍ کال وي.

په استانبول کې دا حمله په داسې وخت کې کېږي چې څو ورځې مخکې د تېر کال د ناکامې پوځي کودتا د یو شمېر نیول شویو عاملینو محاکمه پیل شوې ده.دې نه وړاندې ترکي چارواکو ویلي وو،چې د نوي کال د جشن لمانځلو پر وخت یي سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

صفی الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG