د لوګر چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات په بريا مخ ته روان دي.
په دې ولسوالۍ کې دغه عمليات څو ورځې مخکې د دولت د وسله والو مخالفینو پر خلاف پيل شول.
د لوګر امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزي بېګا شپه مشال راډيو ته وويل:"عمليات ډېر ښه مخ ته روان دي، ملي امنيتي ځواکونه ورسپارل شوې دندې په لوړ مورال سره پرمخ بيايي."
امنيه قوماندان وايي په دغو عملياتو کې ځينې مشکوک کسان او يوه اندازه وسله نيول شوې ده او دغه عمليات د ملي اردو په مشرۍ پرمخ روان دي.
په وروستيو کې له څرخ ولسوالۍ څخه د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.