د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سویډن یوې محکمې پنځه افغانان د جنسي تېري په تور محکوم کړل


د سويډن يوې محکمې د جمعې په ورځ پنځه افغان ځوانان پر يوه بل کشر افغان، د جنسي تېري په تور محکوم کړل.

خو محکمې د څارنوالانو هغه غوښتنه رد کړه چې ويلي يې وو، د بند د سزا تر تېرولو وروسته بايد دوى افغانستان ته ولېږل شي.

دغو افغان زلميانو په دې وروستيو کې په سويډن کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د دغو پنځو محکوم شويو کسانو له ډلې څلور تنه يې په يوه کال او درې مياشتې بند محکوم شول؛ خو پنځم تن چې ١٦ کاله عمر لري، په ١٣ مياشتني بند محکوم شوى دى.

دغه محکوم شوي کسانو پر خپل يوه ملګري چې ١۵ کلن و، د اکتوبر مياشتې په وروستيو کې په يوه ځنګلي سيمه کې جنسي تېرى کړى و.

دوی هر یوه ته د ۲۷۶۰۰ امريکايي ډالرو جرمانه هم اورول شوې ده.

XS
SM
MD
LG