هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د خېبر ایجنسۍ خلک وایي،د پېښور او تورخم ترمنځ شاوخوا ۴۴ کلومیټره سړک ټرافیکي نظام نه لري او د موټرو تېز رفتارۍ له وجې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. دوی وايي،پروسږکال د خېبر انتظامي چارواکو یو شمېر لیویز سرتېرو ته د ټرافیک د اصولو روزنه ورکړې وو او پر دې سړک ډیوټي به یې کوله خو اوس نشته.