د لاسرسي ځای

تازه خبر

” په عراق کې مو برید پر داعشیانو کړی ولسي وګړي په تېروتنه وژل شوي“


د امریکا دفاع وزارت وايي، د عراق شمال کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ضد جنګېدونکي نړیوال اېتلاف له یوه روغتون سره نېږدې په بمبارۍ کې ښايي په غیر ارادي توګه ملکي وګړي وژلي دي.

د امریکا مرکزي کمانډ تېر مازیګر په یوه بیان کې ویلي، اېتلاف د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر یوه ګاډي بمباري وکړه خو ((وروسته معلومه شوه چې په بمبارۍ کې د روغتون له ودانۍ سره ګاډو درولو ځای په نښه شوی چې ممکنه ده پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.))

بیان وايي، دوی ولیدل چې د اسلامي دولت وسله والو د ټانک ضد وسلو ډزې وکړې او بیا یې ((هغه وسله په ګاډي کې کېښوده او ولاړل.)) مرکزي کمانډ وايي، دا پېښه په ((بشپړ ډول څېړي)) او بیا به تفصیل شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG