د لاسرسي ځای

له امریکا د کمپویټري غلاو په تور ګڼ روسي ډېپلوماټان اېستل کېږي


امریکا وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو اړونده کمپیوټري غلاو په تور یې ۳۵ روسیو ډېپلوماټانو ته د هېواد پرېښودو ویلي او پر هغه هېواد یې نوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د سپینې ماڼۍ بېګاني اقدام په اړه وار له مخه بیانونه ورکړل شوي ول چې پکې روانه میاشت د ولسمشر باراک اوباما د مرکې څرګندونې هم شاملې دي. د سپینې ماڼۍ بیان وايي، په میریلینډ او نیویارک کې یې د روسیې دوو ډېپلوماټیکو ودانیو تړلو امر هم کړی دی. د دې ودانیو په اړه ویل کېږي چې استخباراتي معلومات یې غونډول.

بیان وايي، د استخباراتي کارکوونکو په توګه پېژندل شويو ۳۵ روسانو ته یې هم د هېواد پرېښودو ویلي. ورسره، د روسیې له پوځي استخباراتو او مهمې استخباراتي ادارې (اېف اېس بي) سره پر تړلیو څلورو لوړپوړو چارواکو او ادارو هم نوي مالي او سفري بندیزونه لګول شوي دي.

ولسمشر اوباما په بیان کې ویلي،((دا د روسیې د تعرضي فعالیتونو په غبرګون کې ټول اقدامات نه دي بلکې د خپلې خوښې په وخت او ځای کې به یو شمېر نور ګامونه هم اخلي چې په هغو کې به ځېنې نه په ډاګه کوي.)) مسکو د امریکا دې اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG