د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لښکرګاه-کندهار لار پرانستل شوه


په هلمند کي د۲۱۵ میوند قول اردو دعامه اړیکو مسئول تورن احمد شکیل تسل مشال راډیو ته وویل د شندک د مانده اړوند لوی پل يې بېګاه شپه ۷ بجې رغولی دی.

تسل وویل د لاري په اوږدو کې يې عملیات هم کړي دي او د وسله والو هغه مرکزونه او قرارګاوي يې له منځه وړي دي چې د لاري تهدید لپاره يې جوړي کړي وي.

د لښکرګاه- کندهار ترمنځ لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوي وه.

په دې اړه وسله والو طالبانو تراوسه د لاري بیرته خلاصولو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG