د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو وايي که واشنګټن د دښمنۍ ګام اخلي ځواب به وویني


د روس بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا
د روس بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

روس خبرداری ورکړی که امریکا پر دغه هېواد نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي، نو غچ به ترې واخلي.

د روس بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د چارشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن د دښمنۍ نوي ګامونه واخیستل، نو ځواب به ترلاسه کړي.

دا څرګندونې په هغه غبرګون کې وې چې د امریکا په سېنټ کې د رپبلیکنو سېنېټر لینډسې ګراهم ویلي ول روس او د دې هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین به د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په دوران کې د مشکوکو انټرنیټي بریدونو له کبله سخت بندیزونه وویني.

د امریکا له جنوبي کېرولینا ریاست سره اړه لرونکي لینډسې ګراهم دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په لتویا کې کړې دي.

هغه ویلي چې کانګریس د دې تورونو جاج اخلي چې روس د نومبر پر اتمه په تر سره شوو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

شک کېږي چې روسیې د نومبر په میاشت کې د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې انټرنټي بریدونه کړي دي.

ماریا زخارووا وویل، موږ نور د روسیې د هېکرانو د درواغو خبرونو ستړي کړي یو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG